پاکستان کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د پاکستاني رسنیو د راپرونو په حواله، د پاکستان د بلوچستان په فاطمه جناح سيمه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وایي، چې تېره شپه ‏د پاکستان بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار د فاطمه جناح سړک په سيمه کې د پولیسو د ګزمې پر یو موټر چاودنه شوې ده.

ویل کېږي په دې چاودنه کې درې پلکستاني پولیس وژل شوي دي او شپږ نور ټپیان دي.

د پاکستان د حکومت لوړپوړو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پولیسو د پاکستاني طالبانو له لوري چاودنو او بریدونو زور اخیستی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button