د م.م امنيت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان اوسني وضعيت په هکله یوه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په هکله غونډه جوړه کړې وه، چې په کې د د دغه هېواد پر اوسني وضعیت او دلته د تلپاتې سولې او ثبات په هکله خبرې وشوې.

په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د افغانستان په هکله خپل  وروستی چمتو شوی راپور غونډې ته وړاندې کړی دی.

هغې ویلي چې په افغانستان کې یې د ژمي په ترڅ کې له میلیونونو خلکو سره بشردوستانه مرستې کړې دي.

مېرمن لاينز زياتوي چې افغانان له ژمي ژوندي راووتل، خو ټينګار کوي، اوس دا د نړۍ والې ټولنې مسؤوليت دی چې په دغه هېواد کې د پایدارې اقتصادي ودې لپاره له افغانانو سره مرستې وکړي او په راتلونکې کې د يوې داسې وضعیت مخنيوی وکړي.

هغې ويلي چې نړۍ واله ټولنې ته په کار ده چې د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل او خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.

هاخوا بيا د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالب حکومت غوښتنه کړې چې د خلکو د غوښتنو پر وړاندې دې له نرموالي کار واخلي او د نړۍ والې ټولنې غوښتنو او قوانینو ته دې درناوی وکړي، څو په افغانستان کې له ګ دایمي سولې او ثبات څخه ډاډ ترلاسه کړي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button