لوګر کې د راتلونکي کال د کانکور ازموينې لپاره ۲۳۷۱ کسانو نوم ليکنه کړې ده

لوګر کې د راتلونکي کال د کانکور ازموينې لپاره ۲۳۷۱ کسانو نوم ليکنه کړې ده.

لوګر ولايت کې د راتلونکي ۱۴۰۱ کال لپاره د کانکور ازموينې د برخه والو د نوم ليکنې او فورمو ډکولو پروسه پاى ته ورسېده.

د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې دا پروسه شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د کانکور ازموينې د ملي ادارې د رسمي لارښوونې له مخې د نجونو او هلکانو په ټولو لېسو کې پيل شوې وه.

د يادې پروسې له لارې ۱۷۰ نجونو او ۲۲۰۱ هلکانو چې ټول ۲۳۷۱ د دولسمو ټولګيو فارغان کېږي د کانکور په ازموينه کې د ګډون په موخه نوم لیکنه کړې ده.

د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین همداراز وایي، چې په لوګر کې به د راتلونکي ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموينه د حمل يا وري په مياشت کې واخيستل شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button