لوګر کې د لیک لوست زده کړې ۳ کورسونه پرانیستل شول

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې، له زده کړو بې برخې ماشومانو ته د لیک لوست زده کړې ۳ کورسونه پرانیستل شول.

هغوئ زیاتوي چې دا کورسونه د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت له لوري جوړ شوي چې ۹ میاشتې به دوام وکړي.

دغه کورسونه ۲ د مرکز پل علم په التمور او یو بل د برکي برک ولسوالۍ د پندې په سیمه کې جوړ شوی دی، چې په دې سره ۱۳۰ ماشومانو ته د لومړنیو زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د یادو کورسونو ښوونکو او زده کوونکو ته درسي توکي د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت له لوري ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر په خروار ولسوالۍ کې ماشومانو ته د لومړنیو زده کړو ۵ کورسونه جوړ شوي و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button