روسان د اوکراین جګړې وارخطا کړي

روسان د اوکراين جګړې وارخطا کړي، د اټومي وسلو د تيار سئ او ګوتڅنډنې څخه يې له ورايه ښکاري چې جګړه دومره سطحي نه ده لکه زمونږ خلک يې چې تحليلوي، ويل کېږي چې روسان يې له کيف ښار څخه هم په شا و تمبول او روسي پوځونه يې خراب کړي، روسان هم لا تر اوسه له احتياط څخه کار اخلي تر څو د عام وژنو او ټولوژنو په تور تورن او بدنام نه شي، ټولې غربي نړۍ په يوه خوله د اوکراين د ملاتړ لپاره ټټر وواهه ان تر پرتګاله، دا دی د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د روسانو په وړاندې د يوه نړيوال ګوريلايي ځواک جوړولو هوډ وښود چې د هر هېواد داوو طلب به پکې وي، ممکن د دې جګړې تر شا ډېر داسې څه وي چې اوس له خلکو پټ دي خو ممکن د وخت په تېرېدو سره را بر سېره شي، ممکن اوکراين هم توکلي د مقابلې هوډ نه وي کړی بلکه تر پوره ارزونې وروسته يې جګړه تر تسليمي غوره ګڼلې وي، زمونږ تحليل کوونکو خو په لومړۍ ورځ د اوکراين د ولسمشر فيصله غلطه او د يوه غير سياسي او طنزيه فلمي لوبغاړي سطحي تصيم و ګاڼه, اوکراين يې تبا او برباد، مات، يوازې او د روس او غرب د جګړې د ډګر په جوړولو تعبير کړ، خو داسې نه ښکاري ممکن دا جګړه نور د شرق او غرب تر منځ په فيصله کن جګړه تبديله شي، پراخه شي او نور هېوادونه پکې ور ودانګي، روسانو هم ممکن هېڅ په هېڅه او بې محاسبې حملې ته زړه نه وي ښه کړی، بلکې د روس د ماتېدو د خطر څرکونه او لويې توطيې يې تر سترګو شوې وي، اوسنۍ سياسي لوبې ډېرې ژورې وي,، هاغه چې موږ يې اوس د نيابتي جګړو په نوم پېژنو د سړې جګړې د مهال کيسې وې، نوره لوبه د سړو او نيابتي جګړو پر ځای د تودو جګړو لور ته ور روانه ده. پوتين په دوهم هټلر بدلېدونکی ښکاري، هسې نه چې هغه ولاديمير زلنسکي چې پرون خلکو ته تنها او مات ښکارېده خو ده بالعکس د جګړې کلک هوډ وښود او د تسليمي سر يې ټيټ نه کړ او له همدې امله يې په خپل ولس کط د جذبې او بريا يو نوی روح ور پو کړ او نړۍ هم د ده هوډ ته په کتلو ژر د ده سره د مرستې ټټر وواهه د سبا ورځې نړيـوال اتل شي.

ډاکټر مالک ستانکزی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button