طالبان: د ننګرهار کانال ستره ډیپو بیا فعالېږي

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ځایي چارواکي وايي، د ننګرهار کانال ستره ډيپو يو ځل بيا فعالوي.

د ننګرهار کانال رئيس مولوي غلام الرحمان رسنیو ته ویلي، چې ډېر ژر به د کانال ستره ډيپو يو ځل بيا فعاله کړي،

هغه زیاتوي، د دې ډیپو په فعالولو سره به د کرنيزو توکو، وسايلو او نورو اجناسو په ساتلو سره ميليونونه افغانۍ سپما او همدا راز عوايد ترلاسه کړي.

د ننګرهار کانال دا ډېپو په شاوخوا ۳۵ جريبه ځمکه کې جوړ شوی او ټول د اړتیا وړ سهولتونه او ملحقات لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button