اوکراين سره د جرمني او هالنډ مرسته

هالنډ، جرمني اوکراین ته د ټانکونو او اولوتکو ضد مزايل او نور جنګي وسایط استوي.

د اروپايي رسنيو په تازه خپاره شوو راپورونو کې راغلي چې هالنډ او جرمني اوکراین ته د ټانګ او اولوتکو ضد مزایل او همدا راز بشردوستانه مرستې به هم ورسوي.

په ورته وخت کې راپورونه وايي چې د ناټو ځينو نورو غړو هېوادونو هم اوکراین سره د مرستو ژمنه کړې ده.

جرمني ويلي چې اوکراین ته به د ټانک ضد ۱۰۰۰ او د الوتکې ضد ۵۰۰ سټینګر مزایل واستوي.

له دې سره جوخت هالنډ هم د خپل هېواد له پارلمان څخه غوښتي دي چې اوکراین ته د ۲۰۰ سټینګر مزایلو ورکړه تأیید کړي.

بلخوا ناټو سازمان هم ویلي چې ګڼ نور غړي هېوادونه به يې ډېر ژر له اوکراین سره خپلې مرستې اعلان کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button