لوګر کې ۸۵۵ ښوونکو ته د وړتیا لوړونې روزنه ورکړل شوه

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وایي، په لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو د يو شمېر  ښوونځیو ۸۵۵ نارینه او ښځینه  ښوونکي د وړتیا لوړونې په برخه کې وروزل  شول.

عرب وایي، چې دا ښوونکي یې د تېرو ۳ میاشتو په موده کې د جوړ شویو لنډ مهاله روزنيزو ورکشاپونو له لارې روزلي دي، چې د روزلو شویو ښوونکو له ډلې، ۲۵۵ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت، ۴۰۰ د ودان او ۲۰۰ د آی، آر، سي موسسو له خوا روزل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب زیاتوي، چې دوئ په دې روزنې سره د نوي ښوونیز کال د درسي بهیر د پیل لپاره بشپړ چمتوالی نیولی، چې له مخې به یې زده کوونکو ته د تدريس د غوره لارو چارو سره په ښه توګه زده کړې ورکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button