طالبان:کابل کې د مجرمینو ضد چاڼیز عملیات دوام لري

د طالبانو سرپرست حکومت د کابل امنیې قومندانۍ مسؤلین وایي، چې د دغې قومندانۍ اړوند د ۱۱ حوزې امنیتي ځواکونه په اړونده سیمه کې د خلکو او کابل ښاریانو، تجارانو او نورو هېوادوالو د لا ښه امنیت، ډاډ او ارامښت په خاطر د غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمنیو د نیولو او له منځه وړلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

هغوئ زیاتوي، چې دغه عملیات لا هم دوام لري. خالد ځدراڼ له امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو کې د برخه لرونکو ښځو عکسونه هم خپاره کړي دي خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې کابل نیوز د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې په کابل کې په پیل شویو چاڼیزو عملیاتو کې شاوخوا ۴۰۰ ښځینه پولیسو هم برخه اخیستې ده او له طالب ځواکونو سره یو ځای دا عملیات مخکې بیايي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button