په کندز او تخار کې د پولیو واکسین کارکونکي وژل شوي دي

په کندز او تخار کې د واکسین کارکونکي وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو په حواله تېره ورځ په کندز او تخار ولایتونو کې د پولیو واکسین ۸ تنه کارکوونکي چې څلور یې مېرمنې وې، د ناپېژاندو وسله والو له خوا په جلا جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

د کندز ښار په مربوطاتو کې درې نارینه او یوه ښځینه واکسیناتوران په ډزو وژل شوي، د همدې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه واکسیناتوران او یو د پولیو واکسین کمپیانر وژل شوي او د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یو نارینه واکسیناتور وژل شوی دی

له یادو پېښو وروسته په تخار او کندز کې د پولیو د واکسین کمپاین د نورو بریدونو د مخنیوي او د نورو واکسیناتورانو د خوندیتوب په موخه درول شوی دی.

تر اوسه د یادو پېښو پړه کومې ډلې نه ده منلې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین په کارکوونکو برید په کلکه غندلی او د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه یې کړې ده.

دغه وزارت همدا راز د وژل شویو کسانو کورنیو، خپلوانو، همکارانو او دوستانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button