ډونالډ ټرمپ: په اوکراین د روسیې د برید مسؤل بایډن دی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی او وایي، چې د روسیې برید اوکراین او ټوله سیمه او نړۍ زیانمنه کړي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې پر اوکراین د برید مسؤل د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن دی، هغه ټینګار کړی چې که زه د امریکا واکمن وای نو په اوکراین باندې به روسیې برید نه و کړی.

ډونالډ ټرمپ زیاتوي چې ما به پوتین په ډېره ښه توګه پر اوکراین له برید کولو منع کړی وو.

هغه همداراز ویلي، دا چې ما په کومو منطقي دلایلو پوتین له برید څخه منع کاوو وروسته به په دې اړه وضاحت ورکړم.

دا په داسې حال کې ده چې جو بایډن څو اونۍ وړاندې په ټینګار سره ویل چې پوتین پر اوکراین د برید پلان لري، خو پوتین به یې په ځواب کې ویل چې پر اوکراین د برید پلان نه لري او غواړي له اوکراین سره د خبرو له لارې مسئله حل کړي.

نن ورسیې ځواکونو پر اوکراین هوایي بریدونه ترسره کړي چې د نړیـوالو له توندو غبرګونو سره مخ شوې خو د روسیې ولسمشر پوتین لا هم له خپلې پرېکړې نه دی په شا شوی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button