ننګرهار کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د انعکاس راډیو ټلویزیون د راپور په حواله، په ‏ننګرهار کې له ۹۱۵ بې ځایه شویو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.

د ننګرهار د کډوالو ریاست مسؤلین وايي، چې له ۹۱۵ بې ځايه شويو کورنيو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه.

هغوئ زیاتوي چې OCHR موسسې ۲۱۰ کورنيو ته خوراکي توکي ورکړل.

همدا راز ماشوم ساتنې ادارې بیا ۲۵۰ کورنيو سره د ۱۰۲۰۰ افغانيو او ۵۰۰ کورنيو سره د ۱۳۰۰۰افغانيو مرسته کړې ده.

واک ته د طالب حکومت تر رسېدو وروسته هېواد ته د نړیـوالو مرستو شمېر ډېر شوی دی، خو لا هم د لوږې کچه نه ده کمه شوې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button