ننګرهار کې په تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځېدو بندیز ولګېده

د ننګرهار والي د موټرونو تورو ښیښو پاکولو امر وکړ.

 د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار د والي وياند قاري قاضي ملا عادل رسنیو ته ویلي، چې د ختيځ زون تنظيمه رئيس او د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل په امر په دې ولايت کې د تورو ښيښو موټرونو په ګرځولو بنديز ولګېد.

ملا عادل زیاتوي چې د ننګرهار والي لارښوونې له مخې له دې وروسته طالبان او عام خلک نه شي کولی چې دولتي يا شخصي موټر يې تورې ښيښې ولري.

د ننګرهار د والي ویاند همداراز وايي، چې د تورو ښیښو لرونکو موټرو د بندیز پرېکړه د خلکو ستونزو د حل په موخه شوې، تر څو خلکو ته د تورو ښیښو لرونکو موټرونو له امله ستونزې رامنځته نه شي.

واک ته د طالب حکومت تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان د تورو ښيښو لرونکو موټرو په ګرځېدو بندیز لږوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button