ماښام ورو ورو را روان دی توربخون کمیس په غاړه

ماښام ورو ورو را روان دی تور بخون کمیس په غاړه
داسې کیف احساسومه ته وا غېږ په غېږ شو دواړه

دغه زه جنت ته لاړم که جنت دلې راغلی؟
دغه وخت مې ډېر خوښیږي په خدای، پاک یې یم خوړلی

نه جهان په سر ټومبلی، د سپوږمۍ سپین ګل ګلاب دی
نه د ستورو زیرو واټ ګروپ لري کړی خپل حجاب دی

دي د ونو شمې بلې، ښکلې تکه شنه رڼا ده
په پنځو واړو حواسو اخ د حسن تماشا ده

په ګلونو کې یې ګورم، بویوم یې په وږمو کې
بلبلان یې راته وایي په سندرو او نغمو کې

د دیدن له ډېره حرصه، واړه سترګه لکه لمر شم
ټول جهان ته غېږه ورکړم، خور په سمه او په غر شم

مولانا محمد عالیم بسمل

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button