روسیې د اوکراین دوې سیمې په رسمیت وپېژندلې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه فرمان په ترڅ کې د اوکراین ختیځ کې دوې سیمې لوهانسک، دونیتسک د ازادو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندلې

د رسنيو د راپورونو په حواله، د روسیې ولسمشر پوتین یو نوی فرمان صادر کړی دی چې له مخې یې د اوکراین لوهانسک او دونیتسک سیمې د ازادو هېوادونو په توګه په رسمیت پېژندلي دي.

پوتین رسنیو ته ویلي، چې روسیه به یادو سیمو ته سوله ساتي پوځیان واستوي

خو د روسیې دا اقدام د اروپایي ټولنې او امریکا له لوري په توندو ټکو وغندل شو، د امریکا ولسمشر جو بايډن او اورپایي ټولنې په دغو سیمې بندیزونه ولګول.

بل خوا د د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، چې
روسیې د سولې ټولې هڅې په لغته ووهلې، خو موږ د خپلې خاورې له یوې لوېشتې هم چاته نه تېرېږو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اوکراین په مسئله له روسیې سره د امریکا او د هغوئ د متهدینو ناندرۍ تر حد اوښتي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button