د پنجشیر د ټولګټو ریاست رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی دی

شمالي سالنګ کې په ترافیکي پېښه کې د پنجشیر د ټولګتو رئیس او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت مسؤلین وایي، چې د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس موټر چې له کابل څخه تخار ته روان و د شمالي سالنګ په لویه لار کې چپه شوی دی.

د دې وزارت مسؤلین زیاتوي چې دغه پېښه پرون د حوت د میاتې په دویمه نېټه رامنځته شوې ده.

په یاده پېښه کې د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس په شمول پنځه کسان ټپیان شوي دي، چې ټپیان د پلخمري روغتون ته وړل شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button