پنټاګون: افغان کډوال مو له کمپونو ايستي دي

پنټاګون وايي ټول افغان کډوال له نظامي کمپونو ایستل شوي دي.

د امریکا ددفاع وزارت يا پنټاګون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا په بېلابېلو نظامي کمپونو کې زرګونه افغان کډوالو حضور درلود چې اوس مهال ټول له دغه نظامي کمپونو څخه ایستل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې ډېری دغه کډوالو ته کورونه يې نیولي دي او ډېری نور يې بیا تر دې مهاله په کرایي کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې لا هم د دغه کډوالو د ځای پر ځای کولو پروسه پېچلې ده او امریکایي حکومت کوښښ کوي چې په مسوولانه توګه دوی ته د اوسېدو ځایونه پیدا کړي.

تر دې مخکې زرګونه افغان کډوالو په نظامي کمپونو کې له پاتې کېدو شکایت کاوه او په خبره یې امریکايي حکومت یې پر وړاندې بې پروایي کوي. هممهاله لا هم د لسو زرو په شاوخوا کې افغان کډوال په ابوظبي کې پراته  دي او د قطر په نظامي کمپ کې هم افغان کډوال امريکا ته د لېږد لپاره په تمه پاتې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button