محب:هېواد ته د غني تګ اوازې بې اساسه دي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي هېواد ته د ولسمشر تګ خبرونه بې اساسه دي.

د مخکیني جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر خپله ټویټر پاڼه د ولسمشر غني سره يو ګډ تازه عکس خپور کړی او ویلي دي چې، افغانستان ته د اشرف غني د تګ خبرونه بې اساسه دي‌.

محب ليکي غني اوس هم د يوې داسې تلپاتې سولې په فکر کې دی، چې ارزښتونه په کې تر پښو لاندې نه شي.

د یادونې وړ ده چې تازه د محمد اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي پر حمدالله محب توندې نیوکې کړي او ویلي دي چې د جمهوریت اصلي پرځوونکی محب و او د هغه میرمن يې هم د سي ای اې جاسوسه بللې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button