د سالنګونو لویه لار د ورښتونو او توپان له امله تړل شوې ده

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت چارواکي وایي، چې د سالنګ لویه لاره د وروستیو اوورښتونو او توپان له امله نن د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د سپوږمۍ راډیو هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وایي چې په سیمه کې له پرون راهیسې سخت ورښت او توپان روان دی.

له همدې امله دغه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې او تر راتلونکې اطلاع پورې به چا ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې د سالنګ لویه لار به د څومره وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button