عصمت قانع: په ټول اسلامي جهان کې تر دې بیرغ ښه اسلامي بیرغ نشته

په ټول اسلامي جهان کې تر دې بيرغ ښه اسلامي بيرغ نشته.
د هند داسلامي خلافت يو مبارز مشر مولانا بهاشاني ليکي چې امير امان الله خان د ازاد افغانستان د ملي بيرغ د رنګونو او نښان لپاره د لسو تنو متبحرو عالمانو يوه جرګه وټاکله.
جرګې وړانديز وکړ چې د افغانستان دبيرغ لپاره دې د اسلامي اُمت د دریو خلافتونو د بيرغ رنګونه په يؤ بيرغ کې را غونډ شي او دا بيرغ دې د ازاد او اسلامي افغانستان بيرغ وي.
تور رنګ له اموي خلافت څخه زرغون رنګ له عباسي خلافت څخه او سور رنګ له عثماني خلافت څخه
همدارنګه په نښان کې دې مسجد شريف، محراب مبارک او دين ته د دعوت لپاره منبر شامل وي.
کليمهِ طيبه او د توحيد نعاره الله اکبر دې پرې علاوه وي
افغانستان د اسلامي اُمت د تاج غمى دى.
مه کوئ افغانستان د اسلامي نړۍ د بګړۍ له تاجه مه را غورځوئ د خپل هېواد او خپل ملت لوړ شرافت ته سلام وکړئ.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button