حشمت غني احمدزی: که پخواني ولسمشر ته هېواد ته د ستنېدو زمینه مساعده شي چمتو دی چې بیرته خپل هېواد ته ستون شي

د دویچه ویله د راپور په حواله، ‏د پخواني ولسمشر محمداشرف غني ورور حشمت غني احمدزی وايي، چې که په هېواد کې د پخواني ولسمشر اشرف غني شتون ګټور وي، نو ولسمشره غني چمتو دی چې خپل هېواد ته ستون شي.

ښاغلي حشمت غني په جرمني کې له دویچه ویله سره ه په تازه مرکه کې زیاته کړې چې که د اشرف غني شتون د افغانستان او د خلکو لپاره ګټور وي چمتو دی چې هېواد ته ستون شي.

‏حشمت غني احمدزی زیاتوي، چې له ځینو کړیو سره په اړیکه کې دی څو هېواد ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیرته ستنېدو زمینه مساعده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په ترکیه هېواد کې د پاکستان د “ای ایس ای” مشر او ځینو افغان سیاسي مشرانو لیدنه کړې ده.

له بلې خوا د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هېواد ته د پخواني ولسمشر د راتګ راپورونه ناسم بولي.

مجاهد د ټیوټر په یو ټوېټ کې له خلکو غوښتي چې په خپرو شویو راپورونو باور ونکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button