ایران ته په قاچاقي توګه تلونکو افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

ایران ته په قاچاقي توګه تلونکو افغانانو ته په یوه ترافکي پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې. د ایراني رسنیو د راپورونو په حواله، د په ایران کې ۱۱هغو افغانونو ته په یوه ترافکي پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې چې غوښتل یې ایران ته قاچاقي سفر وکړي.

د ایران رسنۍ وایي، یو موټر چې ۱۱ تنه افغان کډوال یې لېږدول چپه شوی دی.

یاده ترافکي پېښه پرون د کهنوج او بندر عباس پر عمومي لاره رامنځته شوې ده، چې له امله یې درې تنه افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپيان شوي دي.

رسنۍ زیاتوي چې مړه شوي کسان افغان کډوال دي چې په غیرقانوني توګه یې غوښتل ایران ته ځانونه ورسوي.

ایرانیو چارواکو یاده پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې د مړو شویو افغانانو جسدونه او ټپیان د سرې میاشتې او د ایران د روغتیا ګرځنده ټیمونو له لوري د کهنوج روغتون ته وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ګاونډي هېواد ایران ته په قاچاقي توګه د تلونکو افغانانو شمېر تر پخوا څو چنده لوړ شوی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button