طالبان: پاکستان ته قاچاق کېدونکې وسلې نیول شوي دي

طالبان وايي، پاکستان ته يې د ١٦ ميله وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت دکورنيو چارو وزارت مسؤلینو رسنیو ته خبر ورکړی چې پاکستان ته یې د شپږ میله وسلو د قاچاق مخه نیولې.

هغوئ زیاتوي چې دا وسلې چې یو میل M4 او نهه میله M16 ټوپک پکې شامل دي د پکتيا ولايت د څمکنيو او جاني خېلو په عمومي سړک بازار ته نږدې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

هغوئ همداراز ویلي، چې د پېښې په تړاو يې يو کس هم نيولى دى چې نیول شوي کس غوښتل دغه وسلې پاکستان ته د قاچاق په موخه یوسي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې وسلې یې ضبط او نیول شوی کس به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

په هېواد کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان ته د وسلو د قاچاق لسګونه پېښې رامنځته شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button