يو افغان پلاوی د سوداګريزو اسانتياوو په موخه لاهور ته تللی

د سوداګریزې اسانتيا د برابرولو په موخه یو افغان پلاوی پاکستان ته تللی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د اسلامي امارت یو پلاوی د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا په موخه له کابل نه لاهور ته تللی دی.

د‌ يادې خونې مسوولين زیاتوي، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت دا پلاوی د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې د اسانتیا برابرولو په موخه یو هوکړه‌ لیک هم لاسلیک کړي.

بلخوا بيا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان وايي، دا پلاوی به ددې  سفر په ترڅ کې د لاهور له صنعتي پارکونو څخه هم لېدنه وکړي.

څه موده وړاندې د رئیس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر تورخم ته تللی و چې د دې سفر پر مهال یې د تورخم ګمرک له مسوولينو، مسافرو او د نورو اړوندو څانګو له چارواکو سره نږدې نه لېدلي دي.

پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان یو مهم شریک ګڼل کېږي او د هېواد ډېری سوداګریز توکي یا پاکستان او یا هم د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button