لوګر کې د ۳ دارالأیتامونو له ۱۳۶ یتیمو زده کوونکو سره مرسته وشوه

د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې د ۳ دارالأیتامونو له ۱۳۶ یتیمو زده کوونکو سره د درسي توکو، خولیو، کورتیو، بوټانو او جرابو مرسته وشوه.

هغوئ زیاتوي، چې دا مرسته د پوهنې ریاست په هلو ځلو د اومه په نوم یوه خیریه بنسټ له خوا وشوه چې شااوخوا ۲۷۲ زره افغانۍ ارزښت لري.

په یاده مرسته کې هر یتیم زده کوونکي ته د کتابونو یو بیک، ۶ ټوکه کتابچې، ۱۲ قلمونه، ۱۲ پنسلونه، یو پرکال، ۳پنسل تراشونه، ۳ پنسل پاکونه، یو خط کش، یوه کورتۍ، یوه خولۍ، یوه جوړه جرابې او یوه جوړه بوټ ورکړل شول.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین زیاتوي چې د یاد خیریه بنسټ استازو په راتلونکي کې د ورته مرستو ژمنو ورسره کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button