بایډن: لا هم امکان شته چې روسیه پر اوکراین برید وکړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، چې موږ په دې باور یو چې لا هم د روسیې لخوا پر اوکراین د برید ډېر امکان شته، او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غواړي چې له اوکراین سره د خبرو له لارې مسئله حل کړي کنه له بدو له پایلو سره به مخ شي.

بایډن زیاتوي، چې دویمه نړیـواله جګړه یوه اړتیا وه خو که روسیه پر اوکراین برید تر سره کړي دا به روسې د انتخاب او بې له کوم دلیله جګړه وي. چې دا به د نړیـوالو له سختو غبرګونو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې پوتین اعلان کړی چې له اوکراین سره په پوله کې خپل یو شمیر پوځیان باسي،

ښاغلی پوتین وایي، چې دوئ دي ترڅو له امریکا او ناټو سره په اروپا کې د مزایلو د ځای پرځای کېدو او نظامي تمرینونو په اړه بحث وکړي.
خو د امریکا متحیدنو تر اوسه د اوکراین له پولو څخه د یو شمېر روسي پوځیانو وتل نه دي تاید کړي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button