لوګر کې د جوبایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لاریون ترسره شو

لوګر کې د جوبایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لاریون ترسره شو. د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې هم د افغانستان د ګنګل شوې بودیجې په اړه د امریکا د ولسمشر جو بايډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې سولیز لاریون وشو.

د لوګر خلکو په دې لاریون کې د امریکا ولسمشر جو بایډن نړیـوال غل یاد کړ او له هغه څخه یې وغوښتل چې په خپلې کړې پرېکړې له سره غور وکړي.

جوبایډن څو ورځې وړاندې هغه فرمان صادر کړ چې له مخې به یې د افغانستان ګنګل شوې بودیجه ۳،۵ ملیارده ډالر په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ د پېښې قربانیانو ته ورکړل شي. د بایډن دا پرېکړه په ټوله نړۍ او پخپله امریکا کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

دا په داسې حال کې ده چې نن د سپینې ماڼۍ ویاندې امریکایي رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د ګنګل شوې بودیجې په اړه به وروستۍ پرېکړه محکمه کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button