د سپينې ماڼۍ تازه څرګندونې
سپينه ماڼۍ وایي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په هکله به محکمه پرېکړه کوي.
د امريکا سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، ولسمشر بايډن هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي له همدې کبله یې ۳،۵ میلیارډه ډالره خوشې کړل، خو وايي چې د پاتې شتمنۍ په هکله به زموږ محکمه پرېکړه کوي.
جین ساکي زياتوي د محکمې له پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر ۱۱مې پېښې پر قربانیانو وېشي، تر هغه پورې د افغانستان شتمني سره څوک کار نه لري.
د امريکا ولسمشر بايډن د تېرې جمعې په ورځ یو اجرايوي فرمان ور کړ چې له مخې به یې د افغانستان کنګل شوې ۷ میلیارډه ډالره شتمني په دوه برخو وېشي چې يوه برخه به يې د سپټمبر قربانيانو او بله به يې افغانانو ته د بشردوستانه مرستې په توګه استوي.
د بايډن دغې پرېکړې په افغانستان او نړۍ کې سخت غبرګونونه راپارولي دي او افغانان ددې غوښتنه کوي چې دغه شتمني دې ازاده شي او د افغانستان ته دې وسپارل شي.