لوګر کې ۱۷۳ ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ ۱۷۳ ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي.د لوګر ولايت د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د ۴۲ ښونځيو د ۱۷۳ ښوونکو د روزنې لړۍ پيل شوې ده.

د دې روزنيزې دورې د پيل په مراسمو کې، چې د غازي امين الله خان لوګري لېسې په جومات کې جوړه شوې وه تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام، د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مدير ښوونمل قاري محمد يعقوب اورمړ، د پوهنې آمر مولوي خان وزير خاکسار او ښوونکو برخه اخيستې وه.

دا لس ورځنۍ روزنه، د پوهنې رياست د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مديريت د ښوونکو د علمي او مسلکي سويې د لوړولو په هدف ورکول کېږي، چې ښوونکو ته د کيميا، بيولوژي، فزيک، ساينس او رياضي مضمونونو د تجربو په برخه کې عملي زده کړې ور کول کېږي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین زياتوي چې د يادو روزنيزو پروګرامونو له پيله تر اوسه ۶۵ ښوونکي روزل شوي، ۲۲۳ د روزلو په حال کې دي او ۳۰۰ نور به هم وروزل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم ۶۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکي د ظرفيت لوړونې روزنه تر لاسه کړې ده

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button