مرکزي بانک ۱۰ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک مسؤلینو رسنیو ته ویلي چې د افغانۍ د ارزښت د لوړولو په موخه ۱۰میلیونه ډالر لیلاموي.

د دې بانک مسؤلین همداراز زیاتوي چې د افغانۍ ارزښت لوړولو په موخه ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د یوې داوطلبۍ په لړ کې لس میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي.

د یاد بانک مسؤلینو په شرایطو له برابرو صرافانو غوښتي چې په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

د افغانستان مرکزي بانک مسؤلینو څو ځلې ویلي چې د افغانۍ د ارزښت د لوړوالي ساتلو لپاره خپلې هڅې لا کړندۍ کوي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button