ننګرهار کې ۶۰۰۰ کورنيو سره د خوارکي توکو مرسته کيږي

ننګرهار کې له ۶۰۰۰ کورنیو سره د ۶ میاشتو لپاره د خوراکي توکو مرسته کېږي.

د ننګرهار ولايت د رسنیو مسؤلین وايي، چې د کليو پراختيا او بيا رغونې رياست په هڅو د WFP ادارې په مالي مرسته او د FGA ادارې په تخنيکي همکارۍ د بټي کوټ ولسوالۍ له ۶۰۰۰ زره کورنيو سره د شپږ مياشتو لپاره د خوراکي توکو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه

هغوئ زیاتوي چې له يادو کورنيو سره به هره میاشت د اوړو، غوړيو او دالو مرسته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو د حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې د بېکارۍ له امله د فقر درجه لوړه شوې ده

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button