بايډن له خپل روسي سیال پوتین سره ټلیفوني خبرې کړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې کړي دي. په دې خبرو کې جوبایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته واضح ویلي چې که پر اوکراین برید وکړي امریکا به یې په مقابل کې چټک ځواب ورکړي.

د سپینې ماڼۍ په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې بایډن پوتین ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین برید وکړي امریکا او متحیدین به یې روسیې ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي،
جو بایډن په دې ټلیفوني اړیکه کې پوتین ته ویلي، چې په اوکراین باندې د روسیې برید به پراخ انساني کړاو رامنځته کړي او په نړۍ کې به د روسیې مقام ضعیف کړي.

د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې دغه ټلیفوني اړیکه د امریکا د ختیځ په وخت د سهار په ۱۱ بجو پیل شوې وه چې ۶۲ دقیقې یې دوام وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې حکومت په بار بار پر اوکراین د برید پلان رد کړی دی، او دا یې ویلي چې امریکا غواړي روسیه په زور جنګ ته مجبوره کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button