پرمپ: د بايډن ادارې روسیه زړه وره کړه

ټرمپ وایي د امریکا چې له افغانستان وتښتېده روسیه زړه وره شوه. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې يوې تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن بې کفایتۍ او کمزورې ادارې امریکا نړۍ ته وشرموله.

د ټرمپ په وينا له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو  تېښته چین او روسیې په خلاصو سترګو ليدله چې امریکا په څومره ذلالت او بې کفایتۍ له افغانستان څخه پښې سپکوي.

هغه همداراز ويلي همدې مسایلو روسیې ته دا جرأت ورکړ چې نن د خبرو او مذاکراتو پر ځای د زور له لارې د اوکراین مسئله غواړي حل کړي.

ټرمپ په نړۍ او خاص‌ ډول افغانستان کې د روان وضعیت ټول مسوولیت پر بایډن اچوي او ددې ادعا هم کوي چې د بايډن د بې کفایتۍ له امله په افغانستان کې د اتیا میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پاتې دي. هغه ټینګار کړی چې که دی په سپینه ماڼۍ کې وای امریکا به دومره نه وه سپکه شوې لکه اوس چې سپکه شوه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button