د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي له قطر څخه بنګله دېش ته روان شول

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي له قطر څخه بنګله دېش ته روان شول. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مسؤلین وایي، چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي نن له قطر هېواد څخه بنګله دېش ته روان شول.

د کرکټ بورډ ادارې مسؤلین زیاتوي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له بنګله دېش سره درې یوه ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې تر سره کړي.
هغوئ وایي، چې یادې لوبې د فبرورۍ په ۲۳ نېټه پیلیږي.

دغو سیالیو ته تر اوسه د لوبغاړو نوملړ یا سکواډ نه دی اعلان شوی.
په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ مینوالو له کرکټ بورډ ادارې څخه هیله کړې چې په یادو سیالو کې مستحقو او مستعدو ځوانانو ته د لوبې کولو چانس ورکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button