لوګر کې د ۵۰۰ ځوانانو ترمنځ د سیرت النبي سیالۍ ترسره شوه

لوګر کې د ۵۰۰ ځوانانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه. د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې د ۵۰۰ځوانانو تر منځ د سیرت النبي (ص) سیالۍ تر سره شوه.

یاده سیالۍ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د پل علم ښار ته اړوند د عبدالله ابن مسعود په جامع جومات کې په لار اچول شوې وه، چې پکې د دې ولایت د مرکز په شمول له ولسوالیو څخه پکې ۵۰۰ تنه ځوانانو ګډون کړی و.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ مسؤلین زیاتوي چې د دې سیالۍ ۳۰ تنه مخکښو ځوانانو ته یې جایزې هم په نظر کې نیولي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button