د امريکايي سناتورانو غوښتنه

امریکایي سناتورانو يو ځل بيا له افغانانو سره پر  بشردوستانه مرستو ټينګار کړی دی.

امریکايي سناتورانو په یوه استعماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال پر دې ټینګار کړی چې باید افغانستان ته بشردوستانه مرستې ورسېږي.

امریکايي سناتور کریس مورفي ویلي افغانان له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي او دا د ټولو نړۍ والو اخلاقي مسوولیت دی چې هلته بشردوستانه مرستې ورسوي.

نوموړی زياتوي نړۍ وال باید هوښیارانه ګامونه پورته کړي چې بشردوستانه مرستې د طالب حکومت کسانو ته نه بلکې رښتينو مستحقو افغانانو ته ووېشل شي.

سناتورې جین شاهین هم ویلي چې باید افغانستان ته بشردوستانه مرستې ورسول شي څو د میلیونونه کسانو ژوند وژغورل شي.

د نوموړې په وينا افغانانو ته بايد بشري مرستې چمتو شي څو نړۍ وال دا ډاډ تر لاسه کړي چې په افغانستان کې څوک د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره نه دي مخ.پنج

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button