ترکيې افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

طالب حکومت څرګنده کړه، چې نن د ترکیې د‌ مرستو يوه جوپه افغانستان ته راورسېده.

د طالب حکومت ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني څرګنده ويلي نن د ترکیې د سرې میاشتې له لوري له افغان سرې میاشتې سره د ۷۵۰ ټنه بشري مرستې لومړی ریل ګاډی د هرات ولایت تور غونډۍ بندر ته را ورسېد.

همداراز په کابل کې د ترکیې سفارت افغانانو ته د بشري مرستو د یوې نوې ټولګې له استولو خبر ورکړی او ويلي دي یو ریل ګاډی، چې په کې ۷۵۰ ټنه خوراکي توکي دي هرات ولایت ته رارسیدلی دی.

په کابل کې د ترکيې سفير جهاد ارګين په خپله ټویټر پاڼه کې ويلي ، چې د بشري مرستو دغه ټولګه یې د هرات ولایت په تورغونډۍ بندر کې د اسلامي امارات مسوولينو ته سپارلې ده.

د ترکیې سفارت زیاته کړې، چې له افغانانو سره به خپلې بشري مرستې روانې ساتي او ټاکل شوې په راتلونکیو اوونیو کې نورې مرستې هم افغانستان ته راولېږدول شي.

په دغو مرستو کې خوراکي توکي دي، چې د ترکیې د سرې میاشتې له خوا راټول شوي او افغانستان ته رااستول کیږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button