د بشري حقونو څارونکي له امريکا وضاحت غواړي

د بشري حقونو څارونکو له پنټاګون څخه د ملکي افغانانو د وژلو په تړاو وضاحت غوښتی.

د بشري حقونو د څار بنسټونو له پنټاګون څخه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په هکله وضاحت غوښتی.

د بشري حقونو د څار نړۍ وال بنسټ ويلي، د رسنيو راپورونو دا مسئله کره کړه چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په خپل وروستي هوایي برید کې ملکي وګړي وژلي دي.

سرچینه زیاتوي چې پنټاګون ته پکار ده ددغو ملکي وګړو په نښه کولو او وژلو په هکله نړۍ ته وضاحت ورکړي. دوی وایي په دې تړاو ورته د پنټاګون چوپتیا د اندېښنې وړ ده.

امریکايي ځواکونو په تېره اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د تخليې پر مهال په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې له امله یې د یوې کورنۍ تر لسو پورې غړي ووژل شول. پنټاګون پخپله هم دا منلې چې برید پر ملکي وګړو شوی خو ټينګار کوي چې په دې تړاو به کوم امریکايي پوځي محاکمه نه کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button