د افغان کرکټ بورډ مشر له نولس کلنې ملي لوبډلې سره وکتل

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په اسیا کپ او نړیوال جام کې له ګډون وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له نولس کلنو کم عمره افغان لوبغاړو سره وکتل.

نوموړي په نړیـوال جام کې د افغان لوبډلې د غوره لوبو ستاینه وکړه او په یادو سیالیو کې یې د څلورم مقام ګټلو له امله مبارکي ورکړه. دغه راز ښاغلي اشرف په یاده ناسته کې له افغان لوبغاړو مننه وکړه چې هېوادوالو ته یې خوښي ورکړه؛ همدارنګه یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به ورته لا زیات لوبیز فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button