لوګر کې زده کوونکو ته وړيا ژمني کورسونه جوړ شوي

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د مرکز اړوند د دادوخيلو د هلکانو لېسې زده کوونکو ته د بيلا بيلو مضمونونو د زده کړې وړيا ژمني کورسونه جوړ شوي دي.

په وینا یې دا کورسونه د پوهنې رياست د مقام د لارښوونې له مخې، د ياد کلي يو شمېر ديني عالمانو او د پوهنتونونو  زده کړه يالانو په خپل نوښت شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې جوړ کړي، چې تر اوسه شاوخوا ۱۶۰ زده کوونکو پکې برخه اخيستې ده چې له اول تر څلورم ټولګيو زده کوونکي دي.

د لوګر د پوهنې مسؤلین همداراز وایي، چې په په یادو کورسونو کې زده کوونکو ته د ديني زده کړو تر  څنګ د هر ټولګي درسي کتابونه تدريس کېږي، څو د هغوئ علمي سويه لوړه او د نوي ښوونيز کال لپاره ښه وروزل شي.

ویل کېږي چې د دادوخيلو د هلکانو لېسه د لوګر مرکز پل علم ته نږدې د دادوخيلو په سيمه کې فعاليت لري، نوموړې لېسه ۱۸ کاله وړاندې د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوې ده او اوس شاوخوا ۸۵۰ زده کوونکي لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button