متحده عربي امارات وايي، چې د یو بل ډرون برید د هڅې مخه نیولې

متحده عربي امارات تر هغې وروسته د یو بل ډرون برید د هڅو د مخنیوي خبر ورکوي چې واشینکټن متحده عربي اماراتو ته د د هېواد دفاع لپاره د جنګي بېړیو او الوتکو د لېږلو ژمنه وکړه.

د خلیج عربي هېواد او د سعودي په مشرۍ د ایتلاف غړی چې په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو پرضد جګړه کوي، د ۳ بې پیلوټه الوتکو د بريدونو د هڅو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

په ورستیو اونیو کې پر متحده عربي امارتو دا څلورم برید دی، تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی. خو پر دې هېواد د پخوانیو ډرون او توغندوي بریدونو مسؤلت حوثي یاغیانو منلی و.

دا په داسې حال کې ده چې په متحده عربي اماراتو کې د امريکا سفارت ويلي دي چې هغه هېواد ته د جنګي بېړۍ او الوتکو لېږدولو پرېکړه د امريکا د دفاع وزير او ابوظبۍ وليعهد ترمینځ تر ټېلېفوني خبرو وروسته شوې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button