د افغانستان او قطر ترمنځ الوتنې بیا پیل شوې

د افغانستان او قطر ترمنځ الوتنې بیا پیل شوې؛
د ملکي او هوایي چلند ادارې مسؤلینو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د کابل – قطر – کابل الوتنې له څو کلونو ځنډ وروسته په عادي ډول پیل کيږي.

د دې ادارې مسولین زیاتوي چې د افغانستان او قطر هېوادونو د تفاهم له مخې به له دې وروسته هره اونۍ د افغانستان هوايي شرکتونو او قطر هوايي شرکت الوتنې پیل او دوام ولري

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کالونو کې له قطر څخه کابل ته او له کابل څخه قطر ته الوتنې په ټپه ولاړې وې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button