د انسان کرکټر سره زر دي: میراحمد یاد

د انسان اصلیت د انسان کرکټر دی، کرکټر تر شخصیت ورهاخوا د انسان خپل هغه اصول دي چې دی ورته درناوی لري او د همدې اصولو په رڼا کې ژوند کوي. دغه اصول او کرکټر د انسان اصلي جوهر دی. څومره چې د انسان اصول پاخه او مضبوط وي، دومره به یې کرکټر قوي او دروند وي.
د کوم انسان چې کرکټر قوي وي، هغه د سرو زرو په مثال دی. سره زر په اور کې هم سره زر وي، په خاورو کې هم سره زر وي، د سندان دپاسه او د څټک لاندې هم سره زر وي او د یوه حسین او جمیل انسان په بدن د سینګارېدو پر وخت هم سره زر وي.

انسان چې د کرکټر له پلوه پوخ وي، خپل د ژوند اصول ولري او هغه اصول مراعت کړي، دا انسان په خپل ارزښت پوهېږي، خپل وزن ورته معلوم وي، بیا که د دنیا باد هره خوا وړي، دی ځان نه ورکوي او له خپل معیاره نه را لوېږي.
موږ ډېر انسان لیدلي چې د زمانې معمولي تغییر په کې لوی تغییر راوړي او ډېر داسې کسان هم شته چې د زمانې هر باد پرې تېر شوی، هر بدلون پرې راغلی، خو ده نه په کې نه ځان ورک کړی او نه له هرې څپې سره بدل شوی دی.

هو، خلک به هر مجلس لپاره زیړ رنګه امیلونه واخلي، په هر مجلس کې به په نوي رنګ او نوي ډيزاین وځلېږي، خو حقیقت دا دی چې بیه یې د اوسپنې ده… اوسپنه که هر څومره قدرمنه شي، سره زر نه دي!

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button