د زړه د بايپاس عمليات څه ته وايي او څرنګه کېږي

هر هغه وخت چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه ورکوي د غوړينو طبقو په واسطه بند شي نو د زړه اړوند ساحو ته په کافي اندازه وينه نه رسيږي. د زړه د بايپاس په جراحي کې جراح د بدن له بله ځايه روغ رګ را اخلي او داسې يې پيوند کوي چې د وينې جريان ته تغير ورکړي او د زړه هغې ساحې ته وينه ور ورسوي چې مخکې به نه ور رسيده. يعنې د رګ بند ځای د پیوند په واسطه بايپاس کېږي. د بايپاس په بله طريقه کې د سينې د عضلاتو روغ رګ مسير ته تغير ورکول کېږي او د زړه د بند رګ ساحه ورباندې بايپاس کېږي او له خلاص ځای سره وصل کېږي. د زړه بايپاس کټ مټ لکه د بايپاس سړک د موټرانو په واسطه د ښار د بندېدلو د مخنیوي په موخه په اطراف کې تېريږي، او بيا بېرته له عمومي سړک سره وصل کېږي.

ډاکټرامان شمس

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button