چين له افغانستان سره تازه د مرستې اعلان کړی

چین له افغانستان سره د پنځه سوه ټنو خوراکي توکو مرسته کوي.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو تازه پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی، چې پر خوراکي او نورو مرستندویه توکو بار اورګاډی به نږدې وخت کې افغانستان ورسېږي او ډېر ژر به په دغه پکيج کې شته توکي پر اړمنو کورنيو ووېشي.

نوموړی ويلي چې په دې پکيج کې خوراکي مواد، غوړي، بوره اوړه او نور مواد شامل دي. وانګ یو زياته کړې چې چین له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دی او په دې سختو شرایطو کې به د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

د يادونې ده چین تر دې وړاندې هم په بېلو برخو کې بشردوستانه مرستې کړې دي او وایي چې د ژمي په موسم کې به خپلې مرستې نورې هم ډېرې کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button