Trending

د پاکستان د امنیت شورا سلاکار په کابل کې له علي جناح روغتون لیدنه وکړه

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار په کابل کې د محمد علي جناح له روغتون څخه لیدنه کړې ده.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف، په دې لیدنه کې د دې روغتون کارکونکو ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې د پاکستان حکومت به له دې روغتون سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

علي جناح روغتون چې ۲۰۰بستره لري د کابل په غرب کې د برچي په دښته کې د پاکستان هېواد لخوا د ۲۴میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، نوموړی روغتون دوه کاله وړاندې د تېر حکومت د چارواکو له لوري پرانیستل شو.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان، په خپله فیسبوک پاڼه هغه عکسونه خپاره کړي چې پکې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف له علی جناح روغتون څخه لیدنه کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button