لوګر کې یو شمېر ښوونکو ته د کرونا د مخنیوي په پار د عامه پوهاوي سمینار جوړ شو

د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو ته د کرونا ناروغۍ د عامه پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ شو.

د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسؤل شاپور عرب وایي، چې د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ د پوهنې ۶۸ کارکوونکو، ښوونکو او د زده کوونکو کورنيو ته د کرونا د مخنيوي په پار د عامه پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ شو.

عرب زیاتوي چې د عامه پوهاوي دا یو ورځنی سمینار د پوهنې رياست د غوښتنې له مخې د يونيسف مٶسسې په مالي لګښت د ودان مٶسسې له خوا ور کړل شوى دى او د ياد سمینار له لارې، د پوهنې کارکوونکو، ښوونکو او د زده کوونکو د کورنيو غړو ته د کرونا د مخنيوي لارې چارې ور ښودل شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button