لوګر کې ۶۵ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

 د لوګر مرکز پل علم ښار کې د ۲۷ ښوونځیو د ساینسي او ریاضي مضمونونو د ۶۵ ښوونکو د وړتیاوو لوړولو روزنه پیل شوه.
د ښوونکو دا روزنیزه لړۍ د لوګر د پوهنې ریاست د کاري پلان له مخې، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا پیل شوې ده، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې روزنې موخه د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې لوړول دي او دغه ښوونکي به د ساینسي او ریاضي مضمونونو د لابراتواري تجربو په برخه کې په عملي او نظري برخو کې مسلکي روزنه ترلاسه کړي.
د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز وایي،چې دغه لړۍ به ډېر ژر د لوګر ټولو ولسوالیو ته وغځوي او په ترڅ کې به یې ۳۰۰ نور ښوونکي هم وروزي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button