مایکل کېټنګ په نړیـوالو غږ کړی چې د افغانانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي

د افغانستان لپاره د برېټانیا پخواني استازي مایکل کېټنګ پر نړیـوالو غږ کړی چې د افغانانو ستونزو ته د پای ټکی کېږي.

د افغانستان لپاره د برېټانیا پخواني ځانګړي استازي مایکل کېټنګ په یوه تازه مرکه کې په نړیـوالو غږ کړی چې نړیـوال دې د افغانانو روانو ستونزو او کړاونو ته د پای ټکی کېږدي. مایکل وایي چې افغانان په لوږه او ستونزو کې ساتل هیچاته ګټه نه رسوي.

د افغانستان لپاره د برېټانیا دغه پخوانی ځانګړی استازی ټينګار کوي چې د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره باید په نویو لارو چارو کار وشي او له هرې ممکنې لارې دې له افغانانو سره مرستې ته ادامه ور کړل شي، ځکه چې د دې هېواد ګوښه کول او له دوئ سره همکاري نه کول د هېڅ کوم هېواد په ګټه نه دي.

هغه زیاتوي چې اوس محال په افغانستان کې میلیونونه وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي نړیـوال باید د دې هېواد اقتصاد بیرته په حرکت راولي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button