لوګر کې د بدري په نوم راډیو نشرات پیل کړل

لوګر کې د بدري په نوم راډیو نشرات پیل کړل

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط سره سم د ملي دفاع وزارت د اتفاق په نوم راډیو چې په ۹۴.۹ اف ام څپو یې نشرات ترسره کول سقوط شوه، د پنځه میاشتو ځنډ وروسته لوګر ولایت کې د طالبانو د مطبوعاتي مسؤلینو له لوري بیا ځلې فعاله شوه خو طالبانو د دغې راډیو نوم له اتفاق راډيو څخه په بدري راډیو بدل کړ.
ددغې راډيو کارکوونکي او مسؤلین وایي، چې اوس مهال دغه راډيو محدودې خپرونې لري او په راتلوونکي کې به هر اړخیزې او ګټورې اسلامي خپرونې خپلو اوریدونکو ته وړاندې کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button